د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اروپا کې د سختې ګرمۍ اټکل شوی


يوه ښځه د ايټلي په روم ښار کې
يوه ښځه د ايټلي په روم ښار کې

د موسمياتو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو څو ورځو کې به د اروپا په جنوبي برخو کې د تودوخې درجه ريکارډ کچې ته لوړه شي.

په سپېن، ايټلي او يونان کې له تېرو څو ورځو راهيسې وار له مخه سخته ګرمي ده چې زراعت ته يې د زیان رسولو ترڅنګ نورې ستونزې پیدا کړې دي. د سپېن په لا پرما ټاپو کې د ګرمۍ له وجې اورلګېدلی او نېږدې ۴۰۰۰ کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د ايټلي موسمياتو ادارې د روانې اونۍ په پیل کې د تودوخې درجې تر ۴۵ سېنټی ګريډ څخه د لوړېدو خبرداری ورکړی دی.

په اروپا کې تر ټولو زیاته ګرمي په ۲۰۲۱ کال کې د ايټلي په سیسلي سيمه کې ریکارډ شوې وه چې پکې درجه حرارت ۴۸.۸ سېنټي ګریډ ته رسېدلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG