د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو يو پلاوی د رېل پټلۍ په اړه خبرو لپاره پاکستان ته تللی


د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په حيرتان کې د دوستۍ پل او رېل پټلۍ
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په حيرتان کې د دوستۍ پل او رېل پټلۍ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر له پاکستاني او ازبکستاني چارواکو سره د رېل ګاډي د پروژې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د جولای پر ۱۶مه رپورټ ورکړی چې ملا بخت الرحمن شرافت به له پاکستاني چارواکو سره د ټرانز – افغان د پروژې په اړه خبرې وکړي.

رپورټ زیاتوي چې د دغې پروژې تخنیکي اړخونه به د ازبکستاني چارواکو په ګډون په یوه درې اړخیزه غونډه کې وڅېړل شي.

تر دې مخکې تیره اونۍ د هرات– خواف د اوسپنې پرپټلۍ د سوداګریزو توکو لیږد رالیږد پیل شوی وو. دغه ۲۲۵ کیلومتره پټلۍ د افغانستان هرات د ایران له خواف سيمې سره نښلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG