د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې یې پر ښځینه کارکوونکو بندیزونه دوام لري


افغانې نجونې او مېرمنې پر تعلیم او کار د بندیزونو نه کړېږي: انځور له ارشیفه
افغانې نجونې او مېرمنې پر تعلیم او کار د بندیزونو نه کړېږي: انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت یا یوناما وایي، طالب چارواکو د افغان ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو ته دوام ورکړی دی.

دې ادارې د جولای پر ۱۷مه په خپور کړي يو راپور کې ويلي چې د دې محدودیتونو له وجې له تېرو درو مياشتو راهيسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استثنایي کسانو پرته نور کارکوونکې يې له خپلو کورونو دندې پرمخ بیایي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر ۱۷مه پر خپله ټوېټر پاڼه په يوه بیان کې د يوناما راپور له حقیقته لیرې بللی او ويلي يې دي چې دا د هغو کسانو د قول پر بنسټ برابر شوی چې يا خو له افغانستانه تښتېدلي او یا هم د يوناما کارمندان دي او د دې ادارې له نومه ناوړه استفاده کوي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان واک ته ورسېدل او په تعقیب یې هغوی نه یوازې دا چې پر افغانو نجونو د زده کړو دروازې بندې کړې بلکې په دولتي او غیر دولتي دفترونو کې یې د هغوی د کار مخه هم ونیوله. دوی همدا رنګه د ملګرو ملتونو په مرستندویه دفترونو کې هم د مېرمنو د کار ممانعت اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG