د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم اورنګزېب وايي له ملګرو ګوندونو سره په مشوره د قامي اسمبلۍ ړنګولو نېټه اعلانوي


د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وفاقي وزیره مریم اورنګزېب د یوې غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.
د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وفاقي وزیره مریم اورنګزېب د یوې غونډې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د پاکستان وفاقي حکومت وایي، د قامي اسمبلۍ د ړنګولو نېټه له ملګرو ګوندونو سره په ګډه ټاکي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وفاقي وزيرې مریم اورنګزېب د جولای پر ۱۸مه پر خپل رسمي ټوېتر ولیکل چې حکومت لا د اسمبلۍ د تحلیلولو نېټه نه ده ټاکلې.

د پاکستان وفاقي حکومت د یوشمېر ګوندونو له اېتلافه جوړ دی چې مشري یې مسلم لیګ (ن) کوي.

مریم اورنګزېب دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان یوشمېر رسنیو خبر ورکړی چې وفاقي حکومت ښايي د اګست پر اتمه قامي اسمبلي ړنګه کړي.

د قانون له مخې، کله چې قامي اسمبلي خپل پینځه کاله پوره کړي نو عام انتخابات باید په ۶۰ ورځو کې وشي او که تر وخت مخکې تحلیل شي نو بیا ټاکنې په ۹۰ ورځو کې کېږي.

د پاکستان د اوسنۍ قامي اسمبلۍ قانوني موده د اګست پر ۱۲مه پای ته رسي.

وزيراعظم شهباز شريف د جولای پر ۱۶مه په سیالکوټ کې غونډې ته ویلي ول چې راتلونکې میاشت چارې نګران حکومت ته سپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG