د اقلیم یا اب و هوا بدلون چارو لپاره د امریکا استازي جان کېري لوړپوړي چینايي ډېپلوماټ ته ویلي دي چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د نړۍ د لوی اقتصاد لرونکو هغو دوو هېوادونو ترمینځ د اړیکو ثبات ته په "کلکه ژمن" دی.
دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه پر لوړه کچه د رابطو د بحالولو په لټه دي.
کېري د جولای پر ۱۸مه بیجنګ ته د سفر پر دویمه ورځ د واکمن کمیونسټ ګوند د بهرنیو اړیکو له مشر وانګ يي سره ولیدل او ورته یې وویل چې بایډن هیله لري چې دواړه هېوادونه داسې ګډې هڅې وکړي چې "په نړۍ کې د پام وړ بدلون" راولي.
د دواړو هېوادونو ترمینځ تعلقات د کسټم یا ګمرکي تعرفو او نرخونو، ټېکنالوژۍ ته د لاسرسي او د بشري حقونو پر سر د جنجالونو او تایوان ته د چین د ګواښونو له کبله د تاریخ ټیټې سطحې ته لویدلي او خراب دي.
وانګ يي له کېري سره د لیدو پر مهال په لومړنیو خبرو کې وویل چې دواړه خواوې د رابطو له کمښت سره مخامخې دي خو په وینا یې چې چین باوري دی چې د "تازه خبرو له لارې کولای شي هر ډول ستونزو ته مناسبه حللاره ومومي."
نوموړي وویل، ځینې وختونه "وړې مسلې په لویو ستونزو بدلېږي" او زیاته یې کړه چې خبرې اترې باید د دوه اړخیزه "برابرۍ پر بنسټ" وشي.
د وانګ يي اشاره ښايي ظاهراً د امریکا له لوري د چین د بهرنیو چارو پر سختې یا جارحانه تګلارې او د مسلمانانو او بودايي لږکیو د حقونو پر سرغړونو انتقادونو او په هانګ کانګ کې د چین له ټاکلي مشره د دفاع تر وزیره پورې پر چارواکو د واشنګټن سفري بندیزونو ته وه.
د کېري له سفر سره هممهاله د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هېنري کېسېنجر هم روانه اوونۍ بیجنګ ته تللی دی او د جولای پر ۱۸مه یې له چینايي دفاع وزیر لي شانګفو سره ولیدل.
د چین د دفاع وزارت د لي له قوله ویلي دي چې د ۱۰۰ کلن کېسېنجر د هغه رول ستاینه کوي چې په ۱۹۷۰ز لسیزه کې یې د بیجنګ او واشنګټن د اړیکو په بحالولو کې لوبولی وو.
نوموړي البته زیاته کړې ده چې د دواړو خواوو تعلقات خورا ساړه شوي دي ځکه چې "په امریکا کې ځینې کسان له چین سره" د اړیکو سمولو "ته لېوالتیا" نه ښيي.
خو امریکا په بیا بیا ټینګار کوي چې له نړیوال قانون او منل شویو اصولو سره سم، له چین سره تعلقات پرمخ بیايي او پیاوړي کول یې غواړي.