د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې د کارګرو ماشومان شمېر لوړ شوی


له کابل سره نېږدې د خښتو په يوې بټۍ کې کارکوونکې نجلۍ - انځور له ارشیفه
له کابل سره نېږدې د خښتو په يوې بټۍ کې کارکوونکې نجلۍ - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو یوشمېر ادارې وايي، په افغانستان کې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو فیصدي له ۳۰ څخه ۳۵ ته لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د جولای بر ۱۹مه پر ټوېټر په بیان کې اندېښنه ښوولې چې د کارګرو افغان ماشومانو شمېر تر دې هم په لوړېدو دی.

هغې ادارې په دې اړه په خپل رپورټ کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورين مخ پر پراخېدو دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسېف هم ورته اندېښنه ښکاره کړې وه.

د یونېسېف د افغانستان د څانګې د ماشومانو د خوندیتوب د برخې مسوول صفي الله امرخېل په جون کې میاشت په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي ول چې ارزونه یې ښیي چې د هرو پینځو ماشومانو له ډلې یې یو کار کوي او له دې ډلې ۲۲ فیصده په درنو کارونو بوخت دي.

په افغانستان کې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په زور افغان حکومت نيولی دی. اوچا ويلي‌ چې تر هغه وروسته په هغه هېواد کې اقتصادي بحران په ژورېدو او د روزګار یا کار موقعې په کمېدو دي.

د طالبانو سرپرست حکومت هم مني چې د هغو ماشومانو شمېر کم نه دی چې سخت کارونه کوي. د هغوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت رسنيو ته ويلي چې په ټول افغانستان کې تر یو مېلیون ډېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG