د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي چارواکې مانسهره کې په تعلیمي او ماحولیاتي غونډو کې ګډون کړی دی


مونېکا ډېوېس په هزاره پوهنتون کې د ونې کښېنولو پر مهال - د جولای ۱۹مې انځور.
مونېکا ډېوېس په هزاره پوهنتون کې د ونې کښېنولو پر مهال - د جولای ۱۹مې انځور.

په پېښور کې د امریکا د قونسلګرۍ د عامه اړيکو چاوراکې مونېکا ډېوېس د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د تعلیمي او چاپېریال ساتنې په پروګرامونو کې ګډون کړی دی.

د امریکا قونسلګرۍ د جولای پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې ډېوېس د جولای پر ۱۹مه مانسهرې ته ورغله او هلته یې د امریکا په مرسته په جوړو شویو غونډو کې د ګډون ترڅنګ یوشمېر پروژې هم ولیدې.

په بیان کې راغلي چې نوموړې په هزاره پوهنتون کې هغه تعلیمي څانګه، تالار او کتابتون ولیدل چې د امریکا په مالي مرسته یې ودانۍ جوړې شوې دي.

مونېکا ډېوېس داراز په پوهنتون کې د لرغونپوهنې یا ارکیالوژۍ د یو میوزییم پرانیسته هم وکړه.

په پېښور کې د امريکا قونسلګرۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له یوې ناحکومتي ادارې سره په ګډه په مانسهره کې د چاپېریال ساتنې په اړه د پوهاوي خپرولو هڅې هم کوي.

بیان وايي، هغه ناحکومتي اداره د چاپېریال ساتنې، ونو کښېنولو پر ارزښت او د پلاسټیک استعمال تاوانونو په اړه د پوهاوي غونډې هم کوي.

بیان زياتوي چې امريکا د خيبر پښتونخوا په مانسهره کې د تعليم ودې او ماحول ساتنې لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG