د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت په محرم کې د امنیت لپاره پوځي سرتیري ځای پر ځای کوي


پوځي سرتېري به د امنیت ټینګښت په برخه کې له ملکي انتظامیو سره مرسته کوي ـ پخوانی انځور.
پوځي سرتېري به د امنیت ټینګښت په برخه کې له ملکي انتظامیو سره مرسته کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان وفاقي حکومت ویلي دي چې د محرم په لومړۍ عشره کې د امنیت په موخه په څلورواړو صوبو، اسلام اباد او د هېواد تر واک لاندې ګلګت بلتستان کې پوځي سرتېري ځای پر ځای کوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د کورنیو چارو وزارت پرون (د جولای پر ۲۰مه) په یو امر کې ویلي دي چې دا اقدام د صوبايي حکومتونو په غوښتنه کوي.

د راډیو په وینا، پوځي سرتېري به د امنیت ټینګښت په برخه کې له ملکي انتظامیو سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۲۰مه په پاکستان کې د هجري قمري کال لومړۍ میاشت محرم پیل شوه او ټاکل شوې چې د جولای پر ۲۸مه او ۲۹مه د هغه هېواد اهل تشیع ماتمي غونډې او لاریونونه وکړي.

د نړۍ شیعه ګان هر کال د محرم په لومړیو ۱۰ ورځو کې په کربلا کې د اسلام د پیغمبر د لمسي امام حسین او د هغه د کورنۍ د غړو د وژنې په مناسبت ماتم کوي.

د پاکستان حکومت د جولای پر ۲۸مه او ۲۹مه په هېواد کې عامه چوټي یا رخصتي اعلان کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG