د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د طالبانو حکومت په درو لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګولي


اروپایي ټولنې پر هغو چارواکو د نجونو او ښځو د حقونو په سرغړونو کې د ښکېلتیا په تور بندیزونه لګولي ـ پخوانی انځور.
اروپایي ټولنې پر هغو چارواکو د نجونو او ښځو د حقونو په سرغړونو کې د ښکېلتیا په تور بندیزونه لګولي ـ پخوانی انځور.

اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د درو لوړپوړو چارواکو په ګډون د یوشمېر هېوادونو پر ۱۸ کسانو بندیزونه لګولي دي.

ټولنې د جولای پر ۲۰مه په یو بیان کې وویل چې هغه کسان په افغانستان، جنوبي سوډان، مرکزي افریقايي جمهوریت، اوکراین او روسیې کې د بشري حقونو د سرغړونو په تور د محدودیتونو په نوملړ کې شاملوي.

اروپايي ټولنې پر خپله ویبپاڼه د بندیزونو په نوملړ کې د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا، د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي او د سترې محکمې مشر قاضي عبدالحکیم حقاني نومونه شامل کړي دي.

رویټرز اژانس وايي، پر هغو چارواکو د نجونو او ښځو د حقونو په سرغړونو کې د ښکېلتیا په تور بندیزونه لګېدلي دي چې ورسره سم، هغوی اروپايي ټولنې ته سفر او د ټولنې په غړو هېوادونو کې کاروبارونه نه شي کولای او که هلته شتمنۍ لري نو هغه به کنګلېږي.

د طالبانو حکومت لا د ټولنې تازه اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم د طالبانو پر حکومت او یوشمېر چارواکو بندیزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG