د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر کې پر یو کور په بمي برید کې ۳ تنه ژوبل شوي دي


د ګوادر ښار یوه څنډه - پخوانی انځور.
د ګوادر ښار یوه څنډه - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د بلوچستان په ګوادر کې پر یو کور د لاسي بم په برید کې درې تنه ژوبل شوي دي.

د ګوادر د پولیسو مشر طارق جواد خبریالانو ته ویلي دي پېښه د جولای پر ۲۲مه شپې ناوخته شوې ده چې پکې دوه ژوبل کسان د هغه ښار او درېیم یې د پنجاب اوسېدونکی دی.

دی وايي، درېواړه ژوبل کسان د ګوادر په روغتون کې دي او وضعیت یې له خطره بهر دی.

د پولیس چارواکي په وینا، د پنجاب هغه وګړي په ګوادر کې د زرګر په توګه کار کاوه او هلته یې کور په کرایه نیولی وو.

جواد زیاتوي، د برید مقدمه یې د "نامعلومه کسانو" پرضد دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر هغه کور چا او ولې برید کړی او ذمه واري یې هم چا نه ده منلې خو په تېرو وختونو کې په ګوادر کې د هېواد له نورو برخو پر ورغلیو کسانو او چینايي کارکوونکو او وګړو ورته حملې شوې دي چې اکثر یې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې مني.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG