د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی د اروپایي ټولنې له استازې سره د افغان نجونو پر تعلیم غږېدلی دی


حامد کرزي د جولای پر ۲۳مه په کابل کې له رافایلا یودیچه سره ولیدل.
حامد کرزي د جولای پر ۲۳مه په کابل کې له رافایلا یودیچه سره ولیدل.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافېیرې (ناظم الامورې) رافایلا یودیچه سره کتلي او د نجونو پر تعلیم او ځینو نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي.

د جولای پر ۲۳مه د کرزي پر رسمي ټوېټر په بیان کې راغلي چې پخواني ولسمشر د افغان نجونو د تعلیم مسله مهمه وبلله او له اروپايي ټولنې یې وغوښتل چې د افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو د پوهنې د ودې لپاره جدي او هر اړخیزې مرستې وکړي.

هغه داراز، له افغانانو سره د اروپایي ټولنې مرستې وستایلې او ورڅخه یې د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د واک له ترلاسه کولو راهیسې پر ښځو یولړ بندیزونه لګولي دي. هغوی د خپلې واکمنۍ په پيل کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زدکړو بنديز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې د نجونو لوړې زدکړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. تر دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې هم ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شوي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد یې هم حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. خو طالبان وايي چې د نجونو د زده کړو او ښځو د کار لپاره پر تګلارو جوړولو کار کوي.

XS
SM
MD
LG