د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي چارواکي وايي مسکو کې ۲ ډرون الوتکې له ودانیو سره جنګېدلې دي


یو سړی په مسکو کې د ډرون تر پېښې وروسته له اغېزمنې ودانۍ سره نېږدې تېرېږي - د جولای ۲۴مې انځور.
یو سړی په مسکو کې د ډرون تر پېښې وروسته له اغېزمنې ودانۍ سره نېږدې تېرېږي - د جولای ۲۴مې انځور.

روسي چارواکي وايي، په پلازمېنه مسکو کې بې پیلوټه الوتکې له دوو ودانیو سره جنګېدلې دي خو څه زیان یې نه دی اړولی.

د مسکو ښاروال سېرګې سوبیانین پر ټېلېګرام لیکلي دي چې د جولای پر ۲۴مه سهار شاوخوا څلور بجې دوه ډرون الوتکې له داسې ودانیو سره جنګېدلې دي چې پکې څوک نه اوسي.

هغه د هغو ودانیو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو وايي، په پېښه کې "څه خاص تاوان یا مرګژوبله نه ده شوې." البته رسنیو خبر ورکړی دی چې د ډرون الوتکو پاتې شوني د دفاع وزارت مرکز ته نېږدې موندل شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت پر خپل رسمي ټېلېګرام چینل لیکلي دي چې دوه ډرون الوتکې یې ویشتلې دي او تور یې پر اوکرایني پوځ پورې کړی دی. خو کییف لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې روسیو چارواکو ویلي دي چې اوکراین د جولای پر ۲۳مه شپې مهال پر کریمیا د ۱۷ ډرون الوتکو حمله کړې ده. روسي چارواکي وايي چې د هغه برید مخه یې نیولې خو اوکراین لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG