د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې سږکال ۱۵۰۰۰ افغان کډوال له هېواده ايستلي دي


په ترکیې کې افغان کډوال - انځور له ارشيفه
په ترکیې کې افغان کډوال - انځور له ارشيفه

ترکیې د ۲۰۲۳م کال په شپږو میاشتو کې ۱۵۰۰۰ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

په ترکیه کې د افغان کډوالو د ملاتړ ټولنې د جولايي پر ۲۴مه ویلي چې د ترکیې حکومت د روان کال له پیله د جون تر ۲۲مې پورې ۱۵ زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د دې ټولنې ترمخه، په ترکیه کې درې سوه زره افغانان ثبت شوي چې اکثره د لنډې مودې لپاره دغه هیواد ته تللي دي خو د هغوی په منځ کې ۴۸۰۰۰ د اوږدې مودې د اوسېدو اسناد لري.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، د طالبانو لخوا د حکومت د نيولو او جمهوري نظام له پرزېدو وروسته ترکیې ته د افغانانو تګ زیات شو. ډېری افغانان د ایران له خاورې په خطرناکو لارو ترکیې ته اوړي او له هغه ځایه اروپا ته د تګ هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG