د لاسرسي ځای

تازه خبر

تامس وېسټ د مرکزي اسیا هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي 


تامس وېسټ د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې له امیرخان متقي سره د لیدنې په مهال ـ پخوانی انځور.
تامس وېسټ د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې له امیرخان متقي سره د لیدنې په مهال ـ پخوانی انځور.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ د مرکزي اسیا د پینځو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي.

وېسټ د جولای پر ۲۷مه ناوخته پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ولیکل چې د قازقستان په پلازمېنه استانه کې یې په غونډه کې د افغانستان په اړه د قازقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ځايي او امریکايي چارواکو سره ولیدل او د افغانانو په ګډ ملاتړ یې ټینګار وکړ.

نوموړي داراز لیکلي چې په کتنه کې یې د مرکزي اسیا د پینځو هېوادونو له استازو سره د افغانستان د امنیت، بشری حقونو، اقتصاد او بشري اړتیاوو په ګډون پر مهمو مسلو ګټورې خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې ټام وېسټ او د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د روانې میاشت په پای کې په دوحه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له پلاوي سره وویني.

طالبانو ویلي، په کتنه کې به له امریکايي لوری سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو او له تور لېسټه د یوشمېر طالب مشرانو د نومونو د لیرې کېدو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG