د لاسرسي ځای

تازه خبر

یونیسېف: تر ۲۹ مېلیونو زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


له افغانستان سره د یونیسف د مرستو یوه څنډه - ارشیف
له افغانستان سره د یونیسف د مرستو یوه څنډه - ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسېف) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې روان میلادي کال نهه ویشت میلیونه او دوه لکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسېف د اټکل له مخې، تر مني پورې به تر پنځلس میلیونه ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

د یادې ادارې په باور، د ښځو د کار مخنیوی پرته له شکه چې د موسسو د مرستو پر رسولو منفي اغېز کوي.

یونیسېف وایي سږکال له افغانانو سره د مرستې لپاره یو اعشاریه پنځه څلویښت میلیارده ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا راپور پر داسې مهال خپور شوی چې په افغانستان کې ډېری خلک وايي چې د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو د نظام له راتلو وروسته په افغانستان کې د کار او روزګار مواقعې کمې شوې او په ځانګړي ډول هغه کورنۍ زیاتې ځپل شوې دي چې مېرمنو به یې د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د کار کولو له لارې خپلو کورنیو ته ډوډۍ ګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG