د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکي راسموسېن وایي، حکومت یې د داسې "قانوني وسیلې" موندلو هڅه کوي چې چارواکو ته دا وړتیا ورکړي چې په هغه هېواد کې د سفارتونو مخې ته د قران کریم د نسخو د سوځولو مخه ونیولای شي.
راسموسېن د جولای پر ۳۰مه وویل چې د مذهبي کتابونو سوځول بې احترامي ده او بې پرواه عمل دی چې یوازې یوشمېر کسان یې کوي.
هغه زیاته کړه، هغه یوشمېر کسان د هغو ارزښتونو استازیتوب نه کوي چې پر اساس یې ډنمارکۍ ټولنه جوړه ده.
په سویډن، ډنمارک او ناروې کې د قران سوځولو اجازه شته ده ځکه چې په هغو هېوادونو کې قانون د بیان د ازادۍ د خوندیتوب ضمانت ورکوي.
په ډنمارک کې سږکال په جولای او تر دې شاوخوا یوه میاشت مخکې د جون پر ۲۸مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې یو کس د قران مجيد پاڼې وسوځولې چې د نړۍ په ډېریو اسلامي هېوادونو کې يې غبرګونونه وپارول.