د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف وايي، سيپیک پروژه دويم پړاو ته د داخلېدو په حال کې ده


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جولای پر ۳۱مه د چين له مرستیال وزیراعظم هي لیفېنګ سره په اسلام اباد کې ولیدل.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جولای پر ۳۱مه د چين له مرستیال وزیراعظم هي لیفېنګ سره په اسلام اباد کې ولیدل.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د ځينو قامونو پر هغو هڅو سربېره چې غواړي پاکستان د سيمه ييز ارتباط له پروسې ډډې ته وساتي، د چين ــ پاکستان اقتصادې راهدارۍ پروژه (سيپېک) دويم پړاو ته د داخلېدو په حال کې ده.

نوموړي دا خبره د جولای پر ۳۱مه په اسلام اباد کې د هغې پروژې د ۱۰مې کليزې په لمانځغونډه کې کړې ده.

يو شمېر پاکستانيو ورځپاڼو د وزيراعظم شريف په حواله زياته کړې چې سيپېک به نه يوازې چين او پاکستان يوه بل ته لا نېږدې کړي بلکې ټوله سيمه او ان د نړۍ نورې برخې به د ترقۍ او خوشالۍ په سفر کې له ځانه سره ملګرې کړي.

د هغې غونډې ځانګړی مېلمه، د چين مرستیال وزیراعظم هي لیفېنګ په خپلو خبرو کې وويل، له دې قطع نظر چې د سيمې حالات کومې خوا ته ځي، هېواد به يې له پاکستان سره خپلې ملګرتيا او اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکړي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم د جولای پر ۳۱مه په يوه جلا غونډه کې د چين مرستيال وزير اعظم ته د "هلال پاکستان" په نوم ولسي جايزه ورکړه.

ټاکل شوې چې ليفېنګ د اګست پر لومړۍ نېټه پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر ختم کړي او چين ته ستون شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG