په اوکراین کې چارواکو تر هغې وروسته د هوايي برید خبرداری ورکړ چې روسیې پر پلازمېنه کییف او اودېسا د بې پیلوټه الوتکو تازه بریدونه پیل کړل.
د اګست دویمې په حملو کې د غلې ګودامونو او نورو تاسیساتو ته زیان رسېدلی دی.
د اوکراین هوايي دفاع ځواک پر ټېلېګرام په یوه پیغام کې د هوايي برید په اړه خبرتیا اعلان کړه او و یې ویل چې "په ټول اوکراین کې د توغندیو د حملې خطر دی."
دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دویم ځل دی چې اوکرایني چارواکي د توغندیو د برید خبرداری ورکوي. تر دې مخکې، روسیې د اګست پر لومړۍ نېټه شپې مهال پر کییف په ایران کې د جوړو شویو ډرون الوتکو تازه بریدونه پیل کړل.
د کییف سیمه ییز ګورنر سېرګي پاپکو پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي چې د هېواد دفاعي ځواکونو یې تر ۱۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې په فضا کې ویشتلې دي.
د ده په وینا، د استوګنې له سیمو بهر ځینې ودانۍ او سړکونه لږ زیانمن شوي خو اور نه دی لګېدلی او تاوان کم دی.
چارواکو په بریدونو کې په سمدستي توګه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړی.
روسیې تر هغې وروسته د اوکراین پر مهم بندري ښار اودېسا بمبارۍ او ډرون حملې زیاتې کړي چې کرېملېن تېره میاشت د ترکیې او ملګرو ملتونو په مینځګړتوب د هغې موافقې له غځولو انکار وکړ چې له مخې یې کییف د تور سمندرګي له لارې بهرنیو هېوادونو ته د غلې او نورو شیانو د لېږد اجازه لرله.