د تركيې مرستیال ولسمشر جودت اېلماز د کراچۍ د بېړیو په سیمه کې د پي اېن اېس طارق په نوم د نوې جنګي بېړۍ د کار پیلولو په پرانیستغونډه کې ګډون کړی.
اېلماز دا مهال د پاکستان په دوه ورځني سفر دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر لومړۍ په خبرپاڼه کې ویلي چې د مېلګم په نوم له پروژې سره سم، د پاکستان او ترکیې ترمینځ د هېواد د سمندري ځواک لپاره د څلورو جنګي بېړیو جوړولو موافقه په ۲۰۱۸ز کال کې شوې وه. د هغې موافقې له مخې، ټاکل شوې وه چې دوه جنګي بېړۍ به په ترکیه او دوه به په پاکستان کې جوړېږي.
تر دې وړاندې وزیراعظم شهباز شریف د ۲۰۲۲ز په نومبر کې د درېیمې جنګي بېړۍ پي اېن اېس خیبر د پرانیستې مراسمو لپاره استنبول ته تللی وو.
د لومړۍ جنګي بېړۍ پي اېن اېس بابر پرانیسته د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې په استنبول او د پي اېن اېس بدر په نوم د دویمې بېړۍ د کار پیلولو پرانیسته د ۲۰۲۲ز کال په مې کې په کراچۍ کې شوې وه.