د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په همکارۍ په پېښور کې د خوارځواکۍ ښکار ماشومانو د درملنې مرکز پرانیستی دی.
وزارت د اګست پر دویمه په بیان کې ویلي دي چې د عامې روغتیا عمومي رییس ډاکتر شوکت علي او په پاکستان کې د ډبلیو اېچ او استازې ډاکترې پالیتا مهیپالا د پېښور په مولوي امیر شاه یادګاري (مېمورییل) روغتون کې مرکز پرانیست.
د بیان له مخې، په هغه مرکز کې به متخصصان د خوارځواکۍ او د خوراکي کمښت ښکار ماشومانو درملنه کوي.
په غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې مرکز ته دواګانې او اړین سامانونه ورکړل.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي او کلیوالو ضلعو کې د بې وزلۍ له کبله د غذاییت له کمښت سره د مخامخو ماشومانو شمېر د پاکستان د ښاري سیمو پرتله لوړ دی.
د عامې روغتیا وزارت بیان زیاتوي چې تر دې مخکې ډاکتره مهیپالا په پېښور کې د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مرکز ته ولاړه او هلته یې چارواکو ته ۱۵ موټرسایکلونه او دوه واړه امبولانسونه ورکړل.