د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش له یوې وسلوالې ډلې سره نښتو کې د خپل مشر وژل کېدل تایید کړي دي


په سوریه کې د داعش له لوحې سره نېږدې یو ګاډی په برید کې سوځېدلی دی - پخوانی انځور.
په سوریه کې د داعش له لوحې سره نېږدې یو ګاډی په برید کې سوځېدلی دی - پخوانی انځور.

د اسلامي دولت یا داعش وسلوالې ډلې یو ویاند په سوریه (شام) کې له وسلوالې ډلې حیات تحریر الشام سره "په مستقیمو نښتو کې" د خپل مشر ابو الحسین الحسیني القریشي د وژل کېدو اعلان کړی دی.

د هغې ډلې ویاند د اګست پر درېیمه پر ټېلېګرام په بیان کې دا نه دي ویلي چې القریشي کله وژل شوی دی. ویاند اعلان وکړ چې اوس به ابو حفص الهاشمي القریشي د داعش ډلې نوی مشر وي.

هغه ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د عراق او شام پراخې سیمې ونیولې او تر هغې وروسته یې ځان د "خلافت" په نوم یاداوه.

داعش په هغه سیمه کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر پراخو عملیاتو وروسته ماتې وخوړه.

هغه ډله اوس هم د سوریې او عراق په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې فعالیت کوي او په افغانستان او پاکستان کې د خراسان په نوم څانګه لري چې په باجوړ کې یې د جولای ۳۰مې نېټې د خونړۍ حملې په ګډون د لسګونه بریدونو ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG