د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان لوبغاړو د تایکواندو نړیوالو سیالیو کې ۶ مېډالونه ګټلي دي


افغان لوبغاړي د اګست پر درېیمه په جنوبي کوریا کې تر مېډالونو اخیستو وروسته.
افغان لوبغاړي د اګست پر درېیمه په جنوبي کوریا کې تر مېډالونو اخیستو وروسته.

د افغانستان د تایکواندو ملي لوبغاړو په جنوبي کوریا کې د ازادو نړیوالو سیالیو پر لومړۍ ورځ د سپینو زرو دوه او د ژیړو څلور مېډالونه ګټلي دي.

په هغو سیالیو کې، چې د اګست پر درېیمه پیل شوې، د ۳۰ هېوادونو ۲۲۰ لوبغاړي ګډون کوي چې پکې له افغانستانه اته لوبغاړي برخه اخلي.

محسن رضايي او اشرف شکران د پنجشنبې د ورځې په سیالیو کې د سپینو زرو مېډالونه وګټل.

حکمت الله زین، رامین امیني، رامش حسیني او علي اکبر امیري د افغانستان لپاره د ژیړو مېډالونه ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG