د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي له نړیوالو غوښتي چې اوکراین کې دې سولې ته کار وکړي


زېلېنسکي د جدې غونډې ته انلاین وینا وکړه ـ پخوانی انځور.
زېلېنسکي د جدې غونډې ته انلاین وینا وکړه ـ پخوانی انځور.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د سعودي عرب په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو پر استازو غږ کړی چې د نورو نړیوالو مسلو پر سر پر اختلاف سربېره دې د "اصولو پر اساس ولاړ نړیوال نظم" پر ځای وساتي.

ولسمشر زېلېنسکي د اګست پر پینځمه په ویډیويي وینا کې وویل چې "د روسیې د یرغل له کبله اغېزمن شوی نړیوال نظم باید هرومرو بحال" شي.

نوموړي پر دې هم ټینګار کړی چې نړیوال مشران دې په اوکراین کې پر "عدالت ولاړه سوله" وکړي او د روسیې "د بمونو او توغندیو" بریدونه دې ودوري.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر شپږمه د سعودي عرب په جده کې د اوکراین جګړې په اړه د دوه ورځنۍ سرمشریزې نن وروستۍ ورځ ده.

د سرمشریزې پر لومړۍ ورځ تر پایه د تړلو دروازو شاته خبرې اترې وشوې خو ګډ‌ه اعلامیه خپره نه شوه.

په هغه غونډه کې د امریکا، چین او هند په ګډون د نړۍ د ۴۰ هېوادونو استازي شریک دي خو د روسیې چارواکي پکې نه شته.

XS
SM
MD
LG