د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېټالیا له ساحل سره نېږدې د کډوالو کښتیو ډوبېدو پېښو کې ۲ تنه وژل شوي، ۳۰ ورک دي


د اېټالیا سمندري ساتونکي وایي ۵۷ کسان یې ژغورلي دي ـ پخوانی انځور.
د اېټالیا سمندري ساتونکي وایي ۵۷ کسان یې ژغورلي دي ـ پخوانی انځور.

د اېټالیا ساحل ساتونکی ځواک وايي، له لمپادوسا ټاپو سره نېږدې د کډوالو د دوو کښتيو تر ډوبېدو وروسته یې د پېښې له ځایه دوه مړي او ۵۷ کسان ژوندي ایستلي دي.

د راپورونو له مخې د پېښې په ځای کې ۳۰ نور کسان ورک دي چې لټون یې روان دی.

ساحلي ځواک د اګست پر شپږمه دا بیان تر هغې يوه ورځ وروسته ورکړی چې له تيونسه اروپا ته د تلونکو کډوالو دوه کښتۍ په سمندر کې چپه شوې.

رويټرز اژانس وايي چې په يوه کښتۍ کې ۴۸ او په بله کې ۴۲ کسان سپاره ول.

د جون پر ۱۴مه په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې خواوشا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغوی کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG