د بلوچستان په تربت کې د مېلې لپاره تللې د ښوونځيو اووه زده کوونکې په اوبو کې ډوبې شوې دي.
د تربت پولیسو مرستيال مشر محمد بلوڅ د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د اګست پر شپږمه ۱۶ زده کوونکې د تفرېح لپاره يوه مېله ځای ته تللې وي چې هلته نهه نجونه د رود اوبو يوړې.
د ده په وینا، مرستندویه کارکوونکو دوه نجونه وژغورلې خو اووه نورې په اوبو کې ډوبې شوې او ووژل شوې.
د پولیسو هغه چارواکی وايي چې دوه نجونه د تربت په روغتون کې بسترې دي او روغتیايي حالت یې له خطره بهر دی.
بلوڅ زیاتوي، د هغو نجونو عمرونه له ۱۰ څخه تر ۱۶ کلونو دي او ټولې د یو بل خپلوانې دي.
سږ کال د جنورۍ پر ۲۹مه د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د یوې دیني مدرسې۵۳ زده کونکي په تانده ډیم یا بند کې د کښتۍ تر چپه کېدو وروسته په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي ول. هغه زده کوونکي هم د بند په چکر تللي ول.