د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران بهرنيو چارو وزیر جاپان ته تللی دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر - پخوانی انځور.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر - پخوانی انځور.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسين امیر عبداللهیان د اګست پر اوومه د جاپان په سفر تللی دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې عبداللهیان به له خپل جاپاني سیال هایشي یوشیماسا سره ویني. دا د ۲۰۱۹ز کال راهیسي د نوموړي له خپل جاپاني سیال سره لومړی ملاقات دی.

راپورونه وايي چې هغه به د جاپان له وزیراعظم فومیو کېشیدا سره هم ملاقات کوي. تر اوسه د عبداللهیان د جاپان ته د سفر هدف نه دی اعلان شوی البته راپورونه وايي چې جاپان به پر ایران فشار راوړي چې روسیې ته دې وسلې ورکول بند کړي.

XS
SM
MD
LG