د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د کوټې د وژل شويو وکيلانو اووم تلين لمانځل کېږي


په کوټه کې وکيلان د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر اتمه د خپلو وژل شويو ملګرو اووم تلين لمانځي.
په کوټه کې وکيلان د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر اتمه د خپلو وژل شويو ملګرو اووم تلين لمانځي.

نن (د اګست پر اتمه) په کوټه کې د هغو ۵۴ وکيلانو د وژنې د اووم تلين لمانځل کېږي چې په ۲۰۱۶ز کال کې وژل شوي ول.

د بلوچستان د وکيلانو اتحادیې لخوا نن (د اګست پر اتمه) رسنيو ته په لېږل شويو معلوماتو کې ويل شوي چې په دې اړه غونډو کې به د وژل شويو وکيلانو د کار ستاينه او د هغوی د ژوند په اړه خبرې کېږي.

د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه د کوټې په سيول هسپتال کې د بلوچستان وکيلان په نښه شول چې پکې د ۵۴ وکيلانو او دوو خبريالانو په ګډون ۷۰ کسان ووژل شول. د هغه بريد ذمه واري داعش وسلوالې ډلې او له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې جماعت الاحرار وسلوالې ډلې منلې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG