د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرغزستان ۳۹ جوماتونه او ۲۱ دیني مدرسې تړلې دي


کرغزستان کې پر ځايي معمارۍ جوړ شوی يو جومات - انځور له ارشيفه
کرغزستان کې پر ځايي معمارۍ جوړ شوی يو جومات - انځور له ارشيفه

د کرغزستان چارواکي وايي، د هېواد په اوش سیمه کې يې ۳۹ جوماتونه او ۲۱ دیني مدرسې تړلې دي.

د یاد هېواد د ملي امنیت ادارې د رسنیو څانګې ویلي، دا ګام يې ځکه پورته کړی چې هلته پر قانون عمل نه کېده.

د هغوی په وینا، د پلټنو په نتیجه کې په ډاګه شوې چې په هغو جوماتونو او مدرسو کې د مذهبي ازادۍ، مذهبي سازمانونو، تعمیراتي معیار، پاکوالي او له اوره د خوندیتوب په اړه پر موجوده قوانینو عمل نه کېده.

په دې اړه په سمدستي توګه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. د کرغزستان له رسمي معلوماتو سره سم، په هغه هیواد کې تر ۲،۶۰۰ زیات جوماتونه، تر ۱۰۰ زیاتې دیني مدرسې او ۱۰ اسلامي لېسې (عالي ښوونځي) دي.

XS
SM
MD
LG