د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د اېف سي ځواک پر ګاډي برید کې ۱ سرتېری ژوبل شوی دی


د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د اېف سي ځواک پر ګاډي په برید کې یو سرتېری ژوبل شوی دی.

د باجوړ د پولیسو یوه چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې برید د اګست پر نهمه مازیګر شاوخوا څلور بجې د باجوړ په لرو خلوزیو کې شوی دی.

د ده په خبره، د ځواکونو ګاډی پر ګزمه روان وو چې د حملې ښکار شو.

د اېف سي ځواک یوه سرچینه وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې برید ځانمرګی وو.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه وژل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG