د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې په برید کې ۲۳ حکومتي سرتېري وژل شوي دي


د سوریې حکومتي سرتېري د هېواد په شمال کې په جګړه ځپلې سیمه کې د ګزمې پر مهال ـ پخوانی انځور.
د سوریې حکومتي سرتېري د هېواد په شمال کې په جګړه ځپلې سیمه کې د ګزمې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د شام بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې د هغه جګړه ځپلي هېواد په ختیځ کې د پوځ پر یوه بس په حمله کې د سوریې رژیم لږترلږه ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

هغه برتانیا مېشتې ډلې د اګست پر ۱۱مه وویل چې اسلامي دولت (داعش) وسلواله ډله د برید ذمه واره بلل شوې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې په یوه بیان کې وویل چې د داعش وسلوالو د اګست پر ۱۰مه په دیرالزور سیمه کې د ځواکونو یو بس په نښه کړ چې پکې تر ۱۰ زیات سرتېري ژوبل شوي هم دي.

ډلې په شام کې د سرچینو له قوله ویلي چې په ژوبلو کې د یوشمېر سرتېرو روغتیايي حالت خراب دی او زیاتوي چې په لسګونو نور سرتېري ورک دي.

داعش ډلې او د شام حکومت لا د برید په اړه څه نه دي ویلي.

اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۳ز کال کې د شام او عراق په ځینو برخو کې فعالیتونه پیل کړل او یو کال وروسته یې د دواړو هېوادونو یوشمېر لوی ښارونه او سیمې ونیولې چې وروسته ورڅخه نړیوال اېتلاف خلاصې کړې.

هغه ډله په ۲۰۱۹ز کال کې په شام کې د وروستۍ سیمې د کنټرول پر بایللو سربېره د هغه هېواد په لویه بېدیا (دښته یا صحرا) کې پټنځایونه لري او ورڅخه بریدنه کوي.

داعش په وروستیو اوونیو کې د شام په شمال او شمال ختیځ کې بریدونه زیات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG