د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د واده پر مهال هوايي ډزو کې ۴ ماشومان وژل شوي دي


پولیس وايي، پېښه د اګست پر ۱۰مه په سپینوام کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د اګست پر ۱۰مه په سپینوام کې شوې ده.

پولیس وايي، د شمالي وزیرستان په سپینوام کې د واده پر مهال په هوايي ډزو کې څلور ماشومان وژل شوي او یو ژوبل دی.

د سپینوام پولیسو په یو بیان کې ویلي دي د اګست پر ۱۰مه د حمید په نوم د یو کس واده وو او هغه د هوايي ډزو هڅه کوله چې پر مهال یې هغه ماشومان ولګېدل.

ځايي خلک وايي چې حمید ذهني ناروغي لرله خو پولیس وايي چې د پېښې پلټنې کوي.

پولیسو په بیان کې زیاته کړې چې د هغه د نیولو لپاره یې چاپې وهلې دي خو حمید تر پېښې وروسته تښتېدلی دی.

د پاکستان په یوشمېر برخو کې د ښادۍ پر وخت هوايي ډزې کېږي چې اکثر د خلکو د مرګژوبلې سبب کېږي.

په هغه هېواد کې تر اختر مخکې اکثر د هوايي ډزو پرضد کیمپېنونه کېږي او له قانون سره سم، پر هوايي ډزو بندیز دی او پولیس په دې عمل کې د ککړو کسانو ضد رپورټ دایرولای او هغوی ګرفتارولای شي.

XS
SM
MD
LG