د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د اعلا وزیر په سپارښتنه د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ماته کړه.
د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د اګست پر ۱۲مه د قانون له صوبايي وزارته د سپارښتنلیک ترلاسه کولو وروسته صوبايي اسمبلۍ ماته کړه.
د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو او په اسمبلۍ کې د حزب اخلاف مشر ملک سکندر اېډوکېټ ترمینځ څو کتنې شوې دي خو تر دې دمه دواړه مشران د صوبې د لنډمهاله اعلا وزیر لپاره پر یوه نامه نه دي سلا شوي.
په پاکستان کې په ۲۰۱۸ز کال کې د قومي او صوبایي اسمبلیو لپاره انتخابات شوي ول.
د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې حکومت مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه کې عمران خان له وزيراعظمۍ لېرې کړ نو څه موده وروسته تحریک انصاف ګوند په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې اسمبلۍ ماتې کړې او هلته لنډمهالي حکومتونه جوړ شول خو په سیند او بلوچستان صوبو کې منتخبې اسمبلۍ پاتې وې.