روسیې د کریمیا پر پله بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې حملې یې ناکامه کړې دي خو پل په موقته توګه تړل شوی دی.
پر پله لږترلږه د دوو بريدونو راپور ورکړل شوی دی. هغه پل ۱۹ کېلومیټره اوږد دی او کریمیا له روسیې سره نښلوي.
د روسیې د دفاع وزارت د اګست پر ۱۲مه ویلي چې اوکراین د اېس- ۲۰۰ راکټونو په واسطه پر پله د برید "ناکامه هڅه" کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په برید کې پله ته زیان نه دی اوښتی او مرګژوبله هم نه ده شوې.
اوکراين په دي اړه څه نه ويلي خو د هغه هېواد د استخباراتو مرکزي ادارې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې په تېرو درو میاشتو کې د سمندري بې پیلوټه الوتکو عملیات ښوول شوي دي. ويډيو په دې جمله پای ته رسېږي چې''دا زموږ سمندرګی دی.''