د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بر جنوبي وزیرستان کې د نیول شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره مظاهره شوې


په جنوبي وزیرستان کې تر دې مخکې هم د امنیت لپاره مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په جنوبي وزیرستان کې تر دې مخکې هم د امنیت لپاره مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا بر جنوبي وزیرستان استوګنو د مظاهرې له لارې له حکومته غوښتي چې د پوځي عملیاتو پر مهال نیول شوي کسان دې خوشې کړي.

د اګست پر ۱۲مه د شکتوی په شګه کې مظاهرچیانو دعوه وکړه چې دوه ورځې مخکې د عملیاتو پر مهال د سیمې ۳۰ اوسېدونکي لا هم نه دي خوشې شوي.

د مظاهرې ګډونوال همايون توريالي مشال راډيو ته وويل چې د مظاهرې موخه یې د پوځي عملياتو پر مهال د عامو خلکو ځورونه بندول دي او بايد حکومت خلکو ته تحفظ ورکړي.

د شکتوی سيمي يو بل اوسېدونکی ښېوه جان مشال راډيو ته وويل چې د پوځي عملیاتو له وجې شګې کلي ته څوک نه پرېښودل کېږي چې له وجې یې خلک له ستونزو سره مخامخ دي.

د بر سوېلي وزيرستان د پوليسو مشر نياز محمد په سيمه کې د امنيت په اړه له مشال راډيو سره له خبرو ډډه وکړه خو په سيمه کې يو امنيتي چارواکي وويل چې د اګست پر ۱۰مه د شکتوی په شګه کې د پوځ پر ګاډو بريد کې يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي ول. د چارواکي په خبره، تر بريد وروسته یې په سيمه کې د لټون په عملیاتو کې مشکوک کسان نيولي دي.

د هغه بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان ډلې منلي وه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG