د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ښځو یوه ډله: نړیوالې ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني


په کابل کې یوشمېر ښځې د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي - پخوانی انځور.
په کابل کې یوشمېر ښځې د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي - پخوانی انځور.

د افغان ښځو یوې ډلې له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې له ښځو سره د توپیري چلند مخنیوي لپاره دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د افغان ښځو د پارلېمان او رهبرانو شبکې په نوم ډلې ویلي چې له ښځو سره د طالبانو "منظم توپیري چلند" باید ودرېږي.

د افغان ښځو د پارلېمان او رهبرانو شبکې مرستیالې هما احمدي د اګست ۱۳مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل چې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونې وضعیت ته جدي پام وکړي.

دې وویل، په نړیواله کچه دې پر طالبانو بندیزونه ولګول شي چې د افغانستان اساسي قانون او بیرغ ومني او ښځو ته د کار، ګرځېدو او زده کړو اجازه ورکړي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او تر هغې وروسته د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو د زده کړو پر مخ وتړلې.

طالبانو داراز، په ډېرو حکومتي او ټولو ناحکومتي ادارو کې د ښځو کار هم بند کړی دی.

خو هغوی وايي چې د "اسلامي شریعت" په رڼا کې یې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي او د نجونو د زده کړو لپاره د یو مېکانېزم پر جوړولو کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG