د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي وکیل حکمت الله مسید یې سیند کې له غلو ازاد کړی دی


د حکمت الله مسید د خلاصولو لپاره د اګست پر ۱۱مه د کراچۍ په سپرهاوی سړک پرلتوال ناست دي.
د حکمت الله مسید د خلاصولو لپاره د اګست پر ۱۱مه د کراچۍ په سپرهاوی سړک پرلتوال ناست دي.

د خیبر پښتونخوا د ټانک اوسېدونکی وکیل حکمت الله مسید په سیند کې د غلو له بنده خوشې شوی دی.

د سیند صوبې د کندکوټ سیمې د پولیسو مشر امجد شیخ د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې حکمت الله مسید یې د اتوار (یکشنبې) پر ورځ د غلو پرضد تر عملیاتو وروسته خوشې کړ. ''د کچې سيمې په يو خاص ځای کې مو عمليات کړي او وکيل حکمت الله مو ژوندی له غلو خلاص کړی دی. په عملياتو کې غلو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.''

د حکمت الله مسید د خوشې کولو لپاره د اګست پر ۱۰ او ۱۱مه احتجاجونه وشول او پرلتوالو د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ لوی سړک سپر های وی تر څو ساعتونو پورې تړلی وو. پرلت تر هغې وروسته وځنډول شو چې پولیسو د حکمت الله مسید د خلاصولو ژمنه وکړه.

د مسید خوشې کولو لپاره د جوړې کمېټۍ یو مخکښ مشر لایق زاده مشال راډیو ته وویل چې د سیند پولیسو ورسره کړې ژمنه پوره کړې ده.

قانونپوه حکمت الله مسید د جولای پر ۱۷مه د سیند په کندکوټ کې غلو تښتولی وو او بیا یې د هغه له کورنۍ د کروړونو روپیو غوښتنه کوله.

تر دې وړاندې د خالد خان بېټني په نوم د خیبر پښتونخوا ټانک استوګن هم هغو غلو تښتولی وو چې د جولای پر ۲۷مه پولیسو ازاد کړ.

تر خالد خان بېټني مخکې هم یوشمېر پښتانه ډرېوران د کچې غلو تښتولي ول چې وروسته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړل.

XS
SM
MD
LG