د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې پر پوستې په برید کې ۲ سرتېري وژل شوي دي


په کورمه کې پولیس او امنیتي سرتېري د لټون عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.
په کورمه کې پولیس او امنیتي سرتېري د لټون عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر یوه امنیتي پوسته په وسلوال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او یو ژوبل دی.

د ضلعي پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اګست پر ۱۴مه نیمه شپه په مزرینه سیمه کې شوې ده.

د ده په خبره، په حمله کې د ملېشې ځواک دوه سرتېري وژل شوي او درېیم ژوبل دی او وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي چې لټون یې روان دی.

د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې په وټس ایپ په یو پیغام کې پېښه تایید کړې خو نور څه یې نه دي ویلي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

مزرینه د منځنۍ کورمې په عليشېرو کې ده چې پکې پوځ شپږ کاله مخکې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول.

په وروستیو میاشتو کې په کورمه کې د ناامنۍ یوشمېر پېښې شوې دي چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG