د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو نړیوال فېډرېشن د سیندي خبریال وژنه غندلې


یوې خبریالې د پاکستان د پارلېمان ودانۍ مخې ته د خبریالانو وژنې د مخینوي بینر نیولی دی ـ پخوانی انځور.
یوې خبریالې د پاکستان د پارلېمان ودانۍ مخې ته د خبریالانو وژنې د مخینوي بینر نیولی دی ـ پخوانی انځور.

د خبریالانو نړیوال فېډرېشن (انټرنیشنل فېډرېشن اف جرنلېسټس یا ای اېف جې) د پاکستان سیند صوبې په سکر کې د خبریال جان محمد مهر وژنه په "سختو ټکو کې غندلې" ده.

ای اېف جي د اګست پر ۱۴مه په بیان کې د پاکستان له حکومته د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

جان محمد مهر په سکر کې د سیندۍ ژبې د ټېلېوېژن "کاوش" د دفتر مشر وو. د هغه یو ملګري د خبریالانو نړیوال فېډرېشن ته ویلي چې مهر د اګست پر ۱۳مه د شپې مهال له دفتره کور ته روان وو چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې چې پکې هغه ژوبل شو او بیا یې په روغتون کې سا ورکړه.

ای اېف جې په بیان کې لیکلي دي چې د سکر پولیسو تر اوسه د مهر د وژنې په اړه ابتدايي معلوماتي رپورټ (اېف ای ار) نه دی کښلی.

بلخوا د سکهر پولیسو یو مشر سنګار ملک تر پېښې وروسته رسنیو ته ویلي چې ښايي مهر د ځمکې یوې لانجې له کبله وژل شوی وي.

نوموړي البته زیاته کړه چې پولیس د پېښې پلټنې کوي او د ښار څارونکو کیمرو ویډیوګانې ګوري چې د خبریال په وژنه کې ککړ کسان ونیسي.

تر دې مهاله د مهر د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر اوومه د سیند صوبې له خیرپور ښار سره نېږدې د وسلوالو په برید کې یو بل سیندی خبریال غلام اصغر کنډ هم وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG