د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران د شیراز پر شاه چراغ زیارت د حملې په تور ۸ بهرنیان نيولي دي


ژغورونکي د اګست په ۱۳ مه د شیراز په شاه چراغ زیارت تر برید وروسته یو زخمي امبولانس ته خېژوي.
ژغورونکي د اګست په ۱۳ مه د شیراز په شاه چراغ زیارت تر برید وروسته یو زخمي امبولانس ته خېژوي.

د ايران چارواکي وايي چې په شيراز کې یې پر يو زیارت د اګست ۱۳مې حملې په تړاو یې اته کسان نيولي دي.

دولتي خبري اژانس اېرنا د اګست پر ۱۴مه د فارس ولایت د مشر قاضي کاظم موسوي له خولې ويلي چې ټول نيول شوي کسان بهرني وګړي دي او پلټونکي فکر کوي چې د بريد پلانوونکی د تاجکستان يو وګړی دی چې د نیولو هڅې یې روانې دي.

ایرانیو چارواکو له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي او د تاجکستان حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ايران سرکاري رسنيو خبر ورکړی چې د اګست پر ۱۳مه دوو وسلوالو د شیراز پر شاه چراغ زیارت حمله وکړه چې پکې یو کس ووژل او اووه ژوبل شول.

د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG