د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: د روسیې او شمالي کوريا امنيتي همکاري د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ده


وېدانت پټېل په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشيفه
وېدانت پټېل په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشيفه

امریکا وايي، که روسیه له شمالي کوریا سره د وسلو تړون کوي نو دا به د ملګرو ملتونو د قراردادونو سرغړونه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وېدانت پټېل د اګست پر ۱۵مه وویل چې د شمالي کوریا او روسیې ترمینځ هر ډول امنیتي همکاري او د وسلو تجارت به په څرګند ډول، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه لیکونو خلاف وي.

ملګرو ملتونو پر شمالي کوريا د اټومي پروګرام له وجې یولړ بندیزونه لګولي دي.

د اګست پر ۱۵مه چې پیانګ یانګ یې د خپلواکۍ د ملي ورځې په توګه لمانځي، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ترمینځ په تبادله شویو پیغامونو کې دواړو خواوو د اړیکو د پراخوالي یادونه کړې وه.

وېدانت پټېل زیاته کړه چې روسیه پر اوکراین د خپلې جارحانه جګړې د ملاتړ لپاره د نړۍ پر ځینو تر ټولو ګوښه شویو هېوادونو، شمالي کوریا او ایران، تکیه کوي.

پټېل دا څرګندونې پیانګ یانګ ته د روسیې د دفاع وزیر سېرګې شویګو تر سفر وروسته کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG