د هند په شمالي ایالت هېماچل پردېش کې په تېره یوه اوونۍ کې په پرله پسې بارانونو، سېلابونو، د کمرونو نړېدو او ځمکې ښویېدو په پېښو کې ۷۲ تنه وژل شوي دي.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس د هېماچل پردېش حکومتي چارواکو په حواله ویلي دي چې په غرنیو سیمو کې د ژغورنې چارې روانې دي.
د هند هوايي ځواک سرتېرو په اغېزمنو سیمو کې خوندي ځایونو ته د خلکو د لېږد چارې چټکې کړې دي.
چارواکو داراز ویلي دي چې د پشکال د اخري ورښتونو سلسله به روانه وي نو ځکه دې خلک له احتیاطه کار واخلي.
په سیلانۍ او غرنۍ سیمه شمله کې د کمرونو نړېدو او ونو پرېوتو له کبله سړکونه بند شوي دي، لسګونه کورونه وران شوي دي او د برېښنا ستنې پرېوتې دي.