روسي پوځ د اوکراین په ختیزه دونېڅک سیمه کې د یوې حملې پرمهال د تازه بریا دعوه کړې ده او ویلي یې دي چې جنګي بېړیو یې د اګست پر ۱۷مه ناوخته په تور سمندرګي کې یو اوکراینۍ سمندري بې پیلوټه بېړۍ په شا تمبولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراینیو ځواکونو په هغه سیمه کې یو کلی ازاد کړی دی. له یوشمېر اوونیو راهیسې د اوکراینیو ځواکونو د ځوابي عملیاتو ورو رفتار د کییف ځینې غربي ملاتړي اندېښمن کړي دي.
دا خبرونه پر داسې مهال راغلي دي چې د ناټو مشر ویلي دي چې دا په اوکراین پورې اړه لري چې د روسیې تر یرغل وروسته کله د سولې په کومو مذاکراتو کې د ورګډېدو پرېکړه کوي.
داسې ښکاري چې د ینز ستولتنبرګ د دې تبصرې موخه د ناټو د یو لوړپوړي چارواکي د هغه نظر په اړه د نیوکو او غبرګونونو کمول ول چې پکې هغه ویلي ول چې که کییف په هغه پوځي اېتلاف د ورګډېدو په بدل کې روسیې ته یو برخه خاوره وسپاري نو ښايي له دې لارې په اوکراین کې جګړه ختمه شي.
په داسې حال کې چې د اوکراین له ځوابي عملیاتو دوه میاشتې تېرېږي، د هغه هېواد ځواکونه په جنوبي زپورېژیا او ختیز دونېڅک کې د روسیو ځواکونو د سختو دفاعي لیکو په ماتولو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.
اخوا د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې بېګا یې تر ځايي وخت ۱۱ بجو لږ مخکې د سمندري ډرون یو برید په شا تمبولی دی.