د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی وايي طالبان دې د نجونو پر زده کړو بندیز لېرې کړي


طالبان پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی ـ پخوانی انځور.
طالبان پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی ـ پخوانی انځور.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت په پيغام کې د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې ژرترژره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ پرانیزي.

حامد کرزي د اګست پر ۱۹مه پر اېکس لیکلي دي چې زده کړه به افغانان د نورو له احتیاجه خلاص کړي او په دې ډول به د رېښتینې خپلواکۍ څښتنان شي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او تر هغې وروسته د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو د زده کړو پر مخ وتړلې.

طالبانو داراز، په ډېرو حکومتي او ټولو ناحکومتي ادارو کې د ښځو کار هم بند کړی دی.

خو هغوی وايي چې د "اسلامي شریعت" په رڼا کې یې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي او د نجونو د زده کړو لپاره د یو مېکانېزم پر جوړولو کار کوي.

XS
SM
MD
LG