د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پوليس وايي ۱۳ مشکوک وسلوال یې نیولي دي


خبر پاڼه کې راغلي دي چې پولیسو د مشکوکه کسانو سره وسله هم نیولې ده ـ پخوانی انځور.
خبر پاڼه کې راغلي دي چې پولیسو د مشکوکه کسانو سره وسله هم نیولې ده ـ پخوانی انځور.

د پنجاب صوبې د ترهګرۍ مخنيوي څانګې ادعا کړې چې د داعش وسلوالې ډلې د دريو مهمو غړو په ګډون۱۳ مشکوک وسلوال یې نيولي دي.

د پولیسو د یادې څانګې چارواکو د اګست پر ۱۹ مه مشال راډيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې هغو مبينه وسلوالو په لاهور ،بهاولپور،راولپنډۍ او ځينو نورو سيمو کې خطرناکه منصوبې جوړولې.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په نيول شويو مشکوکو وسلوالو کې د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې درې مهم قومندانان هم شامل دي.

د دوی په وینا، له مشکوکه وسلوالو يې بارودوي مواد او نوره وسله برامد کړې ده خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دا وسلوال يې څه وخت نيولي دي.

چارواکي وايي چې د دغه نيول شویو کسانو خلاف يې مقدمې درج کړې او پلټنې روانې دي.

د ترهګرۍ مخنيوي څانګه زياتوي چې په دې اوونۍ کې يې د لټون عملياتو پرمهال له څه باندې ۴۰۰۰ کسانو پوښتنې ګروېږنې کړې دي او ۳۴ کسان يې ګرفتار کړي دي.

وسلوالو ډلو او ازادو سرچينو لا هم د دې پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG