پاکستان تحریک انصاف وایي د ګوند مرستیال مشر او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي پولیسو له اسلام اباده نیولی دی.
د اګست پر ۱۹مه هغه ګوند په ټولنیزه رسنۍ اېکس کې پر خپله رسمي پاڼه لیکلي چې شاه محمود قریشي په ''ناقانونه توګه'' له اسلام اباده پولیسو نیولی او د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) مرکز ته یې انتقالوي.
د تحریک انصاف مخکښ عمر ایوب خان په یوه بیان کې ویلي چې شاه محمود قریشي پولیسو له خپل کوره تر هغې وروسته ونیو چې نوموړی له یوې خبري غونډې وروسته هلته ستون شو.
قریشي په هغې غونډه کې په دریو میاشتو کې دننه د انتخاباتو غوښتنه وکړه او د سرشمېرنې په اړه د ګډو ګټو شورا د فیصلې پرضد یې سپریم کورټ ته د تلو اعلان وکړ.
شاه محمود قريشي تر دې وړاندې د درغلۍ په يوه قضيه کې د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د نيولو پرضد د احتجاجونو په قضیه کې هم نيول شوی وو.
د اسلام اباد پوليسو د مې پر ۱۱مه قريشي له "تاوتریخوالي ډکو لاریونونو هڅولو" په ګډون په يوشمېر نورو تورونو کې نیولی وو خو اسلام اباد های کورټ د مې پر ۱۸مه د هغه د خوشي کولو امر وکړ.
د مې پر ۲۳مه تر خوشې کېدو وروسته د پنجاب پولیسو هغه د اډياله زندان مخې ته بيا ونيوی.
نوموړی بالاخره د جون پر شپږمه وروسته له هغه خوشې شو چې کله د لاهور های کورټ راولپېنډۍ څانګې د هغه د سمدستي خوشې کولو امر وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد سېشن جج لخوا په توشه خانه قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته د درو کالو د قید او د یو لاک روپیو جرمانې سزا اورولو وروسته پوليسو هغه نیولی دی. عمران خان دا مهال د اټک په زندان کې دی.
دا چې شاه محمود قريشي په کومه قضيه کې نيول شوی، په اړه به يې وروسته معلومات خپاره کړو.
د پاکستان نګران حکومت هم تر اوسه د هغه د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.