د هسپانیې لوبډلې د اګست پر ۲۰مه د ښځو فوټبال د نړیوال کپ په پایلوبه کې د انګلستان ټیم ته د صفر په مقابل کې په یوه ګول ماتې ورکړه.
د ښځو نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱ کال کې شوی وو او تر اوسه امریکا د څلورو اتلولیو په ګټلو سره د جدول په سر کې ده.
دا لومړی ځل دی چې هسپانیا دغه جام ګټلی دی. د ښځو نړیوال جام د جولای پر ۲۰مه په اسټرالیا او نیو زیلینډ کې د ۳۲ لوبډلو په ګډون پیل شوی وو.
پایلوبه یې د اسټرالیا په سېډني ښار کې وشوه.