د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د طالبانو په واکمنۍ کې سلګونه غیرعدالتي وژنې شوې دي


د افغانستان د تېر جمهوري نظام کمانډو ځواکونه: انځور له ارشیفه
د افغانستان د تېر جمهوري نظام کمانډو ځواکونه: انځور له ارشیفه

ملګرو ملتونو په خپل یو راپور کې ویلي چې د طالبانو په واک کې تر راتلو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د پخوانيو حکومتي چارواکو او امنیتي سرتېرو د غیرعدالتي وژنو پېښې مخې ته راغلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) دغه راپور چې د اګست پر ۲۲مه خپور شوی، پکې ویل شوي دي چې طالبانو د خپل واک په دوه کلنه موده کې زیاتره د افغانستان د پوځ، پولیسو او استخباراتي ادارو پخواني سرتېري په نښه کړي دي.

یوناما په دغه موده کې د پخوانيو افغان حکومتي چارواکو او سرتېرو خلاف لږ تر لږه ۸۰۰ د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبت کړې دي.

په دغه راپور کې ویل شوې دي چې زیاتره کسان تر نیول کېدو وروسته په بندیخانو کې وژل شوي دي. د راپور په وينا، ځینې نیول شوي کسان نورو ځایونو ته انتقال شوې دي او هلته تر تشدد وروسته وژل شوي دي چې پکې د ځینو مړي هم په هغو ځایونو کې ښخ کړل شوي دي او د ځینو جسدونه کورنیو ته سپارل شوي دي.

طالبانو د یوناما د تازه راپور په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG