د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي افریقا کې د برېکس ټولنې ۳ ورځنۍ سرمشریزه روانه ده


د برېکس ټولنې غونډې ګډونوال - د اګست ۲۲مې انځور.
د برېکس ټولنې غونډې ګډونوال - د اګست ۲۲مې انځور.

د سوېلي افریقا په جوهانسبرګ کې د برېکس په نوم د پینځو مخ پر ودې او لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې درې ورځنۍ سرمشریزه دوام لري.

په برېکس کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شامل دي او د هغو هېوادونو د انګرېزۍ نومونو لومړي توري د ټولنې نوم جوړوي.

د ټولنې مشرانو د اګست پر ۲۲مه د برېکس د راتلونکي کړنلارې په اړه غونډه وکړه خو د خپل نړیوال نفوذ زیاتولو په موخه د ټولنې د احتمالي پراخېدو په اړه تر مهم بحث مخکې ترمینځ د نظر اختلاف بیا پیدا شو.

د اوکراین جګړې او له امریکا سره د بیجنګ مخ پر زیاتېدونکۍ سیالۍ په پایله کې د کړکېچ زیاتوالي چین او روسیه دې ته وهڅول چې د برېکس د پیاوړتیا هڅه وکړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هغه غونډه کې انلاین ګډون وکړ.

د ټولنې مشران هڅه کوي چې په جوهانسبرګ کې د اګست له ۲۲مې څخه تر ۲۴مې پورې له سرمشریزې ګټه پورته کړي او "د نړیوالو بنسټونو او غربي تسلط" په مقابله کې ډله جوړه کړي.

په غونډه کې د جنوبي افریقا ولسمشر سيريل رامافوسا، د برازيل ولسمشر لویيز اېناسيو لولا دا سېلوا او د هند وزیراعظم نرېندرا مودي برخه اخلي خو د چین ولسمشر شي جېنپېنګ پکې ګډون نه دی کړی.

د شي وینا د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ وېنتاو وړاندې کړه او په سمدستي ډول دا روښانه نه ده چې هغه، چې د ورځې په پیل کې یې له کوربه رامافوسا سره ناسته درلوده، ولې په غونډه کې ګډون و نه کړ.

XS
SM
MD
LG