د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د صحت وړیا روغتیايي خدمات یو ځل بیا ځنډېدلي دي


د پېښور د لېډي رېډنګ روغتون یوه نرسه د ډېنګي په تبې د اخته ناروغ درملنې پر مهال - پخوانی انځور.
د پېښور د لېډي رېډنګ روغتون یوه نرسه د ډېنګي په تبې د اخته ناروغ درملنې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان د بیمو چارو دولتي ادارې (سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن) په خیبر پښتونخوا کې په صحت کارډ د خلکو د وړیا روغتیايي خدماتو بهیر یو ځل بیا ځنډولی دی.

د ادارې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم جوتول نه غوښتل، د اګست پر۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د بیمو دولتي اداره له تېر یو کال راهیسې په خپلو پیسو د درملنې اسانتیاوی ورکوي. هغه وویل چې اوس هم د خیبر پښتونخوا حکومت یې ۲۴ اربه روپۍ پوروړی دی.

سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن ویلي چې د اګست له ۲۲مې په صحت کارډ د درملنې اسانتیاوې نه ورکوي.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت لا د روغتیايي خدماتو درېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د بیمې هغې ادارې په اپرېل او مې میاشتو کې هم تر لنډ وخت پورې د صحت کارډ له لارې روغتیايي خدمات بند کړي ول چې بیا یې تر حکومتي ډاډ وروسته بحال کړل.

د صحت کارډ اداره وايي، په خیبر پښتونخوا کې ۷۲ لکه کورنۍ په صحت کارډ تر ۱۰ لکو روپیو پورې وړیا علاج کولی شي او هغه پروګرام هر کال ۱۸ اربه روپۍ خرڅ لري.

صحت کارډ پروګرام په ۲۰۱۴ز کال کې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني حکومت پیل کړی وو، خو وخت په وخت د مالي بحران له کبله له چیلېنجونو سره مخامخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG