د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې په صحت کارډ وړیا روغتیايي خدمات بحال شوي دي


د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې یو ډاکتر د یوې ښځې د سترګو دید معاینه کوي - پخوانی انځور.
د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې یو ډاکتر د یوې ښځې د سترګو دید معاینه کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بیمو چارو دولتي ادارې (سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن) په خیبر پښتونخوا کې په صحت کارډ د خلکو د وړیا روغتیايي خدماتو بهیر بحال کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هغې ادارې د اګست پر ۲۲مه وویل چې صوبايي حکومت ورته پیسې نه دي ورکړې نو ځکه د وړیا روغتیايي خدماتو پروګرام ځنډوي.

د بیمې ادارې او د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت د اګست پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې د دواړو ادارو د چارواکو ترمینځ مذاکرات بریالي شوي دي او د پنجشنبې (زیارت) له ورځې روغتیايي خدمات بحالوي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت سلاکار ډاکتر ریاض انوار هم خبریالانو ته وویل چې د لنډمهالي وزیراعلا په وینا یې د بیمې ادارې له چارواکو سره خبرې وکړې او ورته یې ډاډ ورکړی دی چې په یوه اوونۍ کې به ورته پیسې ورکړي.

د اګست پر ۲۲مه د سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن یوه چارواکي مشال راډیو ته ویلي ول چې له تېر یو کال راهیسې په خپلو پیسو خلکو ته د درملنې اسانتیاوې ورکوي. هغه ویلي ول چې اوس یې هم د خیبر پښتونخوا حکومت ۲۴ اربه روپۍ پوروړی دی.

خیبر پښتونخوا صوبه له شاوخوا دوو کلونو راهیسې له مالي مشکلاتو سره مخامخ ده.

د بیمې دولتي ادارې په اپرېل او مې میاشتو کې هم تر لنډ وخت پورې د صحت کارډ له لارې روغتیايي خدمات بند کړي ول چې بیا یې تر حکومتي ډاډ وروسته بحال کړل.

د صحت کارډ اداره وايي، په خیبر پښتونخوا کې ۷۲ لکه کورنۍ په صحت کارډ تر ۱۰ لکو روپیو پورې وړیا علاج کولی شي او هغه پروګرام هر کال ۱۸ اربه روپۍ خرڅ لري.

صحت کارډ پروګرام په ۲۰۱۴ز کال کې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني حکومت پیل کړی وو، خو وخت په وخت د مالي بحران له کبله له چیلېنجونو سره مخامخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG